پېښور – په پېښور کې د افغانستان قونسل جنرال حافظ محب الله شاکر افغان کډوالو ته غږ کړی چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شي، او ویلي یې دي چې اوس په افغانستان کې اسلامي حکومت دی او فضا د بېرته ستنېدو لپاره برابره ده.
محب الله شاکر د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د اختر په دویمه ورځ یې د طالبانو له مشرانو سره لیدلي او د افغان کډوالو پر موضوع یې خبرې کړې دي. ده وویل، په افغانستان کې د کډوالو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د تورخم پولې ته څېرمه د افغانستان په خوا یو کمپ جوړ شوی دی چې بېرته تلونکو مهاجرو ته پکې ټولې اسانتیاوې برابریږي.
“افغان کډوال د اسلام لپاره پاکستان ته راغلي وو. دوی دلته شاوخوا څلوېښت کاله تېر کړل،” شاکر وویل. “اوس افغانستان کې امن دی، اسلامي نظام قائم دی، مهاجر کولای شي بېرته لاړ شي، پانګونه وکړي، او په ارامه ژوند وکړي.”
هغه وویل، مهاجر دې اندېښنه نه کوي، هلته په کنړ کې پانګهوالو ته ځمکې ورکول کیږي، او سوداګرۍ ته ښه فضا چمتو شوې ده.
شاکر د پاکستان له خلکو مننه وکړه او وې ویل: “موږ دلته ازاد ژوند کړی، هېڅ شکایت نه لرو.”
ده وویل چې اوس په افغانستان د روس یا امریکا حکومت نشته. “موږ اوس خپل هېواد پخپله ابادوو، شتمن افغانان او تاجر ورونه د خپلو راتلونکو افغانانو مرسته کوي.”
د نجونو د زدهکړو په اړه یې وویل: “په افغانستان کې د نجونو تعلیم باندې هېڅ بندیز نشته. هلته داسې ښځې شته چې د پاسپورټ دفترونو کې کار کوي.”