د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې په ۱۴۰۳ هجري لمریز/۲۰۲۴زېږېدیز کال کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې افغانستان ته له ۳۴ زرو ډېرو بهرني وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی.
د احصایې او معلوماتو ادارې خپاره کړې شمېرې ښيي چې تېر کال ۱۸ زره او ۸۴۶ بهرني وګړي افغانستان ته سفر کړی، چې پکې د ۵۹۸ ښځو هم ګډون کړی دی. د دې ترڅنګ، ۱۵ زره او ۵۶۵ کسان د ۳۸۲ ښځو په ګډون هېواد نه وتلي دي.
د دې راپور له مخې، ۱۸ زره او ۳۹۲ کسان د ځمکې له لارې او ۴۵۴ نور د هوا له لارې افغانستان ته ورغلي دي.
په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې د بهرنیو سیلانیانو شمېر ۲ زره او ۷۲۱ ته رسېږي چې زیاتره یې د افغانستان تاریخي او لرغوني ځایونه لیدلو لپاره راغلي دي. پاتې کسان د کار، ټرانزیت یا نورو موخو لپاره سفر کړی دی.
د احصایې او معلوماتو اداره وایي چې د کار لپاره راغلیو کسانو شمېر څه باندې لس زره ته رسېږي، چې زیاتره یې موټر چلونکي دي. همدارنګه، ۴ زره او ۳۴۵ کسان چې پکې ۱۳۲۵ سیلانیان شامل دي، پر ډیورنډ کرښه د تورخم له لارې افغانستان ته ورغلي دي.
یادونه: د افغانستان امنیتي وضعیت کې د ځینو ښه والي سره، د بهرنیو سیلانیانو شمېر په افغانستان کې زیات شوی دی. د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې، ۵ زره بهرني سیلانیان افغانستان ته سفر کړی و.
د ګرځندوی صنعت پرمختګ
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابرې شوې دي، او امنیتي وضعیت یې د سیلانیانو لپاره مناسب ګڼل کیږي.
وزارت وايي چې د افغانستان د ګرځندوی لپاره هڅې روانې دي، خو ځینې ستونزې لکه د شپې پاتې کېدنې ځایونه، خرابې لارې او د ښځو لپاره محدودیتونه لا هم شتون لري.