د افغان چارواکو په وینا، ۵۵۰ افغان بندیان د پاکستان له لوري د سپین بولدک بندر له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
اسلامي امارت دغو راستنېدونکو ته خواړه، درمل، سرپناه، نغدي مرسته او نور ضروري توکي برابر کړي دي، تر څو هغوی خپلو سیمو ته بېرته ستانه شي.
د تختې پُل د مهاجرو د لنډمهاله کمپ مسوول محمد اسحاق ادریس وویل:
“موږ ته ۱،۵۴۹ کورنۍ سپارل شوې دي چې ټولټال ۸،۱۰۷ کسان دي، چې پکې ۵۵۰ تنه پخوا بندیان وو.”
د قندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس ولي جان بادام وویل:
“موږ شپږ کمیټې جوړې کړې دي چې د پناه، استوګنې، اوبو، خوړو او درملو په برخه کې کار کوي.”
راستانه شوي کسان وايي چې د پاکستاني ځواکونو له خوا بد چلند لا هم دوام لري. دوی وايي، چې کورونه چاپه کېده، شتمني به ترې اخیستل کېده او بندیانېدل.
محمد حنیف، یو راستنېدونکی وویل:
“نه مو ټانک درلود، نه طیاره. موږ پاکستان ته د پناه لپاره تللي وو، نه د یرغل لپاره. خو دا مسلمان هېواد زموږ سره ډېر سخت ظلم کړی.”
عبدالله، یو بل راستنېدونکی وایي:
“دوی کورونو ته ورننوتل، افغانان یې په زور وشړل او بندیان کړل.”
د اسلامي امارت چارواکو له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو سره بد چلند دې ودروي او د ښې ګاونډيتوب اصلونه دې مراعات کړي.
د اسلامي امارت د عامه پوهاوي کمیټې مشر محمد یوسف احمدي وویل:
“د مهاجرو مال اخیستل او بندي کول مناسب نه دي. موږ له پاکستان غوښتنه کوو چې خپله روانه پالیسي بدله کړي.”
یادونه: د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له پیل راهیسې پاکستان د افغان کډوالو جبري ایستل پیل کړي، چې نړیوالو یې سخت غبرګون ښودلی دی.