طالبان وايي له کډوالو سره د پاکستان ناسم چلند يې له اسلام‌اباده سره شريک کړی

Aliافغانستان خبرونه

د طالبانو حکومت وايي چې د پاکستان له لوري له افغان راستنېدونکو کډوالو سره د ناوړه چلند موضوع يې له پاکستاني چارواکو سره شريکه کړې ده. د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د پاکستان له ناظم الامور عبيدالرحمن نظاماني سره د کډوالو د بد چلند په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي د ځينو پاکستاني ادارو له خوا له کډوالو سره بد چلند غندلی او ويلي یې دي چې دا کار د دواړو هېوادونو اړیکو ته زيان رسوي، او ژر تر ژره دې وضعیت ته بدلون ورکړل شي.

یو شمېر راستنېدونکي افغانان وايي، که د کور سامان یا د کورنۍ غړي ورسره نه وي، د ملګرو ملتونو مرستې ورته نه ورکول کېږي. یوه کډوال وویل: “کله چې کورنۍ او سامان ونه لرې، څوک نه باور کوي چې ته راستون شوی کډوال یې، نو مرسته نه درکوي.”

له اپرېل د لومړۍ تر ۱۲مې نېټې له ۳۰ زرو زیات کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې یوازې په ۱۲مه نېټه ۶۵۴۳ کسه راستانه شوي دي. د مرستې اندازه هم لږه شوې، چې اوس لس زره افغانۍ کېږي، پداسې حال کې چې پخوا دوه برابره وه.

د کډوالو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، دا ستونزه يوازې له هغو سره ده چې پوليس يې نيسي او زور وځي. هغه زياته کړه چې له پاکستاني چارواکو سره يې پدې اړه خبرې کړې دي.

حقاني وايي، راستنېدونکي کډوال لومړی کمپونو ته استول کېږي او له ثبت وروسته خپلو سيمو ته انتقالېږي. د دايمي مېشتېدو او کاري فرصتونو لپاره کار روان دی، او د ځمکو وېش هم پیل شوی.

بلخوا د طالبانو د عدليې وزارت له خلکو غوښتي چې د راستنېدونکو کډوالو سره مرسته وکړي، کرایې مه لوړوي او له غیر قانوني کمیسیونونو ډډه وکړي.

پاکستان وايي چې يوازې هغه کسان باسي چې قانوني اسناد نه لري يا د ACC کارډونه ختم شوي وي، خو ډېری PoR لرونکي افغانان هم له پاکستانه ایستل کېږي، که څه هم د دوی د پاتې کېدو نېټه تر ۳۰ جون پورې ټاکل شوې ده.

طالبانو د پاکستان دا چلند د ټولو اصولو خلاف بللی او ويلي یې دي چې دا پروسه باید منظم او انساني بڼه ولري، نه زور او فشار.