بالی وډ سپر سټار سلمان خان د پاکستانی اداکارانو سره د کار کولو خواهش څرګند کړ

Aliتفریح

بالی وډ سپر سټار سلمان خان د پاکستانی اداکارانو سره د کار کولو خواهش څرګند کړ

بالی وډ سپر سټار سلمان خان د پاکستانی اداکارانو سره د کار کولو غوښتنه کړې ده. سلمان خان دغه مهال په خپله فلم “سکندر” چې د ۳۰ مارچ نېټې په ورځ به ریلیز شي، د پروموشن په لړ کې بوخت دی.

د دې پر مهال، سلمان خان د میډیا سره خبرو کې مختلفو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او د پاکستانی اداکارانو سره د کار کولو په اړه یې خپلې خبرې وکړې.

کله چې سلمان خان نه پوښتنه وشوه چې آیا تاسو د پاکستانی اداکارانو سره کار کول غواړئ؟ نو سپر سټار وویل: “زه د پاکستانی اداکارانو سره د کار کولو لپاره تیار یم، که هغوی حکومت او ویزه ترلاسه کړي نو راتللی شي.”

یاده دې وي چې ګڼ شمیر پاکستانی اداکارانو په هند کې بالی وډ فلمونو کې برخه اخیستې ده، چې پکې سجل علی، فواد خان، ماهره خان، علی ظفر، جاوید شیخ، عمران عباس او نور شامل دي.