جورج او امل کلوني د طلاق اوازې ختمولو لپاره مهم ګام پورته کړ

Aliتفریح

د هالیوډ نامتو ستوری جورج کلوني او د هغه ښځه، د بشري حقونو وکیله امل کلوني، د هغو افواهو د ختمولو هڅه کوي چې وایي د دوی واده له ستونزو سره مخ دی.

جورج او امل کلوني عمدتاً په اروپا کې ژوند کوي، او دوی په فرانسه، برتانیا، او ایټالیا کې ښکلي کورونه لري.

خو د اوشنز الیون فلم مشهور اداکار د خپل تیاتر دندې له امله، چې د ۲۰۰۵ کال د نوموتي فلم Good Night, and Good Luck د برادوی نندارې برخه ده، له جنورۍ راهیسې په نیویارک کې اوسېږي.

د دې له امله دا اوازې خپرې شوې چې ګواکې دوی د بېلتون په حال کې دي، ځکه چې دواړه جلا هېوادونو کې اوسېدل.

د دې اوازو د پای ته رسولو لپاره، امل کلوني پرېکړه وکړه چې نیویارک ته کډه شي، ترڅو د جون میاشتې تر پایه د جورج له نندارې سره وي.

د Radar Online د راپور له مخې، یوه سرچینه وایي: “د طلاق اوازې له هغه وخته زیاتې شوې کله چې د دوی د ژوند بڼه بدله شوه او دوی د جلا ژوند کولو تصور ورکړ.”

سرچینې زیاته کړه: “امل فکر کوي که نیویارک ته لاړه شي، نو خلک به دا ونه وایي چې دوی جلا ژوند کوي، خو شاید دا افواهات لا هم دوام ومومي.”

جورج کلوني خپله هم دا خبره تایید کړې چې کورنۍ یې تر جون پورې په نیویارک کې ورسره ده.

کله چې د خپلې مېرمنې او اولادونو په اړه وپوښتل شو، هغه Access Hollywood ته وویل: “زما کورنۍ دلته، په نیویارک کې ده. زموږ ماشومان مکتب ته ځي، او زه حیران یم چې باید هغوی ته تعلیم ورکړل شي!”

هغه زیاته کړه: “زما مېرمن له ما سره دي، او زه ټوله ورځ د خپلې نندارې د مکالمو تمرین کوم، نو شاید هغې دا ټول زده کړي وي!”

جورج او امل کلوني د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په ۲۷ د ایټالیا په وینس ښار کې واده وکړ. دوی دوه ماشومان لري، اووه کلن دوه‌ګونیان، الا او الیګزاندر.