د بالیووډ تجربهکاره او وړتیا لرونکې اداکارې سشمیتا سین نه یوازې د پاکستاني هنرمندانو د بالیووډ ته د بیرته راستنېدو ملاتړ کړی، بلکې دا یې هم ویلي چې که ورته ښه فلم وړاندې شي، نو د پاکستاني فلمونو برخه کې هم کار کولی شي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د سني دیول او امیشا پټیل وروسته، اوس سشمیتا سین هم د پاکستاني هنرمندانو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دوی باید بالیووډ ته راستانه شي.
سشمیتا سین په یوه لنډ مرکه کې ویلي: “استعداد او هنر هیڅ پوله نه لري او نه باید ولري. لکه څنګه چې ورزش د بندیزونو نه آزاد دی، همداسې زموږ تخلیقي نړۍ هم باید وي. تخلیقي کارونه د آزادۍ په فضا کې غوړیږي، نو زه د دوی لپاره نیکې هیلي لرم.”
کله چې له هغې وپوښتل شول چې آیا به په پاکستاني سینما کې کار وکړي، نو هغې وویل: “زه تل غواړم په یوه ښه فلم کې کار وکړم، دا مهمه نه ده چې وړاندیز له کوم ځایه راځي.”
دا هم یاده ده چې تازه د پاکستان مشهور هنرمند فواد خان د نهه کلونو وروسته د عبیر ګلال فلم له لارې بالیووډ ته د راستنېدو اعلان کړی. خو د مهاراشټرا نونرمان سینا (MNS) د فلم خپرېدو مخالفت کړی، چې له امله یې ګڼ هندي هنرمندان د پاکستاني فنکارانو ملاتړ کوي.