شهزاده ویلیم او کیټ میډلیټن شهرت ته لیواله نه دي

Aliتفریح

شهزاده ویلیم او کیټ میډلیټن شهرت ته لیواله نه دي

د راپورونو له مخې، د ویلز شهزاده او شهزادګۍ، ویلیم او کیټ میډلیټن، د ډېر شهرت ترلاسه کولو هیله نه لري.

شهزاده ویلیم او کیټ، چې د پاچا چارلس وروسته د بریتانیا د تاج لومړني وارثین دي، د خپلو شاهي مکلفیتونو، خیریه کارونو، او مهمو ټولنیزو هڅو ته ژمن دي، خو د یوه پخواني شاهي سلاکار جېسن کناف په وینا، دوی به هیڅکله د شهرت لپاره عام محضر ته د راوتو انتخاب و نه کړي.

نوموړي د اسټرالیا “60 دقیقې” پروګرام ته په مرکه کې وویل: “نه شهزاده او نه شهزادګۍ به دا انتخاب کړي چې عامه شخصیتونه شي.”

هغه زیاته کړه: “دوی د شهرت او مشهورېدو سره چندان دلچسپي نه لري، بلکې بالکل یې نه لري. زما په اند دا یو جالب ټکی دی چې خلک خپل کارونه یوازې د سم دلیل لپاره ترسره کوي، نه د شهرت لپاره.”

سربېره پر دې، شاهي جوړه د خپلو بچیانو په ساتنه کې هم محتاط دي، هڅه کوي چې هغوی له زیاتې رسنیزې پاملرنې څخه لرې وساتي، څو هغوی یو عادي ژوند ولري.

شهزاده ویلیم او کیټ میډلیټن د دریو بچیانو، شهزاده جورج، شهزادګۍ شارلټ، او شهزاده لوئس، والدین دي.