د هندوستان د ملیالم فلمونو اداکارې چارمیلا تور پورې کړی چې د جنسي اړیکو د جوړولو نه انکار کولو له امله یې ۲۸ فلمونو څخه لاس واخیست.
په هندوستان کې د ملیالم فلم صنعت کې د اداکارانو جنسي ځورونې په اړه د هیما کمیټې راپور له خپریدو وروسته هندوستان کې پراخه غبرګونونه راولاړ شوي دي.
د دې راپور د خپریدو وروسته، د ملیالم فلمونو اداکارانو د خپلو همکارانو او فلم جوړونکو په اړه د جنسي ځورونې تورونه لګولي دي.
اوس یوه بله اداکاره چارمیلا هم ځینې حیرانونکې افشاګانې کړې دي. د هندي رسنیو سره په خبرو کې، اداکارې وویل چې ۲۷ کاله وړاندې ځورول شوې او د لاس وهلو هڅه هم شوې. هغې وویل چې د ملیالم فلم صنعت کې د هغې تجربه خورا دردونکي وه.
اداکارې په یوه مرکه کې افشا کړه چې “په خپل کاري ژوند کې، زه یوه ساؤتھ فلم کې کار کوم او په همدې وخت کې یو ډایریکټر د زما ګاډي ته پرته له دروازه ټکولو راغی، په هغه وخت کې زه یوازې ۲۲ کلنه وم او زما سره زیات تجربه نه وو. خلک همیشه ویل چې باید خوږه خبرې وکړې، هیڅوک ته بده خبره مه ورکوه ځکه که داسې وشي نو فلمونه نه راځي، خو کله چې ډایریکټر داسې وکړل نو زما غبرګون طبیعي و او ما غږ وکړ.”
اداکارې زیاته کړه: “ډایریکټر زما چیغو ته ځواب نه ورکړ او لاړ. وروسته بیا څو خلکو ماته وویل چې زه باید چیغې نه وه وهلې، خو آیا یواځې ځکه چې زه نوې وه؟ هیچا باید زما سره داسې نه وي کړي. وروسته پوه شوم چې زما غبرګون د خپل ځان د ساتنې لپاره و، خو خلکو ما ته غصه لرونکې بللې. خو اوس ما د دې ډول حالاتو په ښه توګه د حل کولو لار زده کړې ده.”