د امریکا د روغتیا وزیر د خلکو څخه د شري واکسین اخیستو غوښتنه وکړه

Aliروغتیا اور دوائی

د امریکا د روغتیا او بشري خدماتو وزیر، رابرټ ایف. کینیډي جونیئر، د سه شنبې په ورځ له CBS News سره په یوه مرکه کې له خلکو وغوښتل چې د شري واکسین واخلي.

کینیډي وویل:

“موږ له خلکو غواړو چې د شري واکسین واخلي.”

هغه ټینګار وکړ:

“د فدرالي حکومت دریځ، او زما شخصي دریځ دا دی چې خلک باید د شري واکسین واخلي، خو حکومت باید دا واکسینونه پر خلکو جبري نه کړي.”

کینیډي زیاته کړه چې د خپلې انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې او نورو عامه څرګندونو کې یې تل دا ویلي چې:

“زه د خلکو څخه واکسینونه نه اخلم، بلکې زه به دا باوري کړم چې ښه ساینس ولرو، څو خلک وکولای شي باخبره پرېکړه وکړي.”

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د شري (measles) ناروغۍ خپرېدل له یو شمېر ایالتونو اوښتې، او تر اوسه پورې نږدې ۶۰۰ قضیې ثبت شوې دي.

تر سه شنبې پورې، د شري وضعیت په ایالتونو کې داسې دی:

تېکساس: ۵۰۵ قضیې

نیو میکسیکو: ۵۶ قضیې

اوکلاهوما: ۱۰ قضیې (۸ تایید شوي، ۲ احتمالي)

کانزاس: ۲۴ قضیې، چې د دولتي چارواکو په وینا ممکن د همدې خپرېدنې سره تړاو ولري.

کارپوهان وايي، دا ښايي یوازې د شري ناروغۍ پیل وي، او نورې زیاتې پېښې ممکن وي.