فېسبوک د نړۍ تر ټولو مشهوره ټولنیزه رسنۍ ده، چې له ۳ میلیاردو زیات میاشتني کاروونکي لري.
خو فېسبوک نه یوازې د اړیکو لپاره دی، بلکې د پیسو ګټلو لپاره هم یو غوره پلیټفارم ګڼل کېږي.
اوس میټا یو نوی فیچر معرفي کړی چې کاروونکي کولای شي د عامه سټوریزو د لیدنو (Views) له لارې پیسې وګټي.
نوی فیچر څنګه کار کوي؟
د دې نوې طریقې ګټه هغه کریټرز (Creators) اخېستلای شي چې د فېسبوک د محتوا د پیسو ګټلو پروګرام (Monetization Program) برخه وي.
اوس دوی کولای شي له هغه موادو (Content) هم عاید ترلاسه کړي، چې دوی مخکې لا جوړ کړي دي.
مثال: که یو څوک د خوړو د ترکیب (Recipe) ویډیو یا ریل (Reel) جوړه کړې وي او د هغې یوه برخه په سټورۍ (Story) کې پوسټ کړي، نو له سټوریزو هم پیسې ترلاسه کولای شي.
دا فیچر کاروونکو ته د دې چانس ورکوي چې د خپل ورځني ژوند محتوا په سټوریزو کې خپره کړي او عاید ترې ترلاسه کړي.
ویوز ته حد نشته
د میټا ویاند ویلي چې د سټوریزو له لارې د پیسو ګټلو چانس به د موادو د فعالیت (Performance) پر اساس ورکول کېږي. کاروونکو ته د ویوز (Views) یوه ځانګړې اندازه ترلاسه کول اړینه نه ده.
د فېسبوک موخه
د فېسبوک د دې نوې پالیسۍ موخه دا ده چې زیات کریټرز وهڅوي ترڅو فېسبوک ته زیات مواد چمتو کړي.
هغه کاروونکي چې د Monetization پروګرام برخه دي، هغوی ته هیڅ اضافي اقدامات نه دي پکار، ځکه دوی اتومات د دې پروګرام برخه دي.
نور خلک څنګه شاملېدای شي؟
فېسبوک تېر کال دا پروګرام معرفي کړی و، چې میلیونونه کسان یې برخه دي. سږ کال به لا زیات خلک پکې شامل کړای شي.
هغه کسان چې دا مهال د پروګرام برخه نه دي، کولای شي د فېسبوک پر ویبسایټ خپل شوق ثبت کړي، او بلنه (Invite) ترلاسه کړي.