د شنبې په ورځ په پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د واټساپ کاروونکي له تخنیکي ستونزو سره مخ شول، چې له امله یې ډېر خلک د پیغامونو لېږلو او ترلاسه کولو توان نهلاره.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا تخنیکي ستونزه د ورځې له غرمې وروسته په پاکستان کې پیل شوه. کاروونکو شکایت وکړ چې نه شي کولای د واټساپ له لارې لیکلي پیغامونه، انځورونه یا ویډیوګانې واستوي.
یاد مشکل په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه را وپارول، چیرې چې کاروونکو خپل خفګان څرګند کړ او یادونه یې وکړه چې اپلکېشن سم کار نهکوي.
یوه کاروونکي په X (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: “پیغامونه نه لېږل کېږي او رسنیزې فایلونه هم نه اپلوډ کېږي.”
تر دې دمه د واټساپ د مور شرکت میتا لهخوا د بندښت د علت یا د سروس د بیا فعالېدو په اړه کوم رسمي بیان نهدی خپور شوی.
راپورونه ښيي چې دا ستونزه د واټساپ د خدماتو یوه نړیواله تخنیکي مسله ده.