هر کال د مارچ په ۱۱مه، د نلدوانۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي، چې موخه یې د نلدوانۍ (Plumbing) اساسي رول ته پام اړول دي. نلدواني نه یوازې د اوبو رسولو او فاضلهاوبو ایستلو سیستمونه برابروي، بلکې د عامې روغتیا ساتنه، د اوبو د دوامداره حللارو پراختیا، او اقتصادي وده ته هم لاره هواروي.
نلدواني یوازې پایپونه نه دي، بلکې ډېر څه دي!
نلدواني د خوندي ټولنو، پرمختللې نوښتګرۍ، او د کار روزګار د فرصتونو بنسټ جوړوي. له همدې امله، د ۲۰۲۵ د نلدوانۍ نړیوالې ورځې لپاره موضوع ټاکل شوې: “نلدواني ډېر څه دي” (Plumbing is More).
راځئ چې د نلدوانۍ اهمیت ته وده ورکړو!
موږ تاسو ته بلنه درکوو چې د نلدوانۍ اهمیت ته د عامه پوهاوي لپاره زموږ د “Go Blue for Plumbing” کمپاین سره یوځای شئ، او د نلدوانۍ نړیوالې ورځې اړوند مواد له نورو سره شریک کړئ.