ایران د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ له خوا د جوهري تړون په اړه د خبرو اترو لپاره لېږل شوي لیک ته ځواب ورکړی دی.
د بهرنۍ رسنۍ راپورونو له مخې، صدر ټرمپ د مارچ په ۱۲مه ایران ته لیک لېږلی و، خو د دې لیک منځپانګه رسمي توګه څرګنده نه شوه.
خو ټرمپ ویلي وو چې هغه ایران ته د نوې جوهري تړون په اړه د خبرو اترو غوښتنه کړې وه.
ټرمپ وویل، چې له ایران سره دوه لارې شته: یوه لاره د جګړې ده او بله لاره د تړون له لارې ده. هغه څرګنده کړه چې هغه د تړون کولو تمه لري، ځکه چې هغه نه غواړي ایران ته زیان ورسوي. “ایران ډېر ښه خلک دي.”
ایران فوري ځواب ورنکړ، خو اوس ایران ویلي چې هغه د ټرمپ د جوهري خبرو اترو لپاره لېږل شوي لیک ته ځواب ورکړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په پنجشنبه ویلي چې د دې رسمي ځواب کې یو لیک شامل دی چې د اوسني وضعیت او د ټرمپ د لیک په اړه د ایران نظر روښانه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا لیک عمان ته وسپارل شو، چې په دې موضوع کې د منځګړي په توګه عمل کوي.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې لکه څنګ چې په تېر کې، اوس هم د امریکا سره غیر مستقیمې خبرې ممکنې دي.
یاده دې وي چې په ټرمپ لخوا د ایران د لوړ پوړو چارواکو ته لېږل شوی لیک کې ایران ته د نوې جوهري تړون لپاره دوه میاشتې مهلت ورکړل شوی و.