د اکوادور ښي اړخي صدر ډینیل نوبوآ د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې یو ځل بیا بریالی شو او اوس به د څلورو کلونو لپاره بشپړ واک ولري، څو خپل اقتصادي پلانونه او د تاوتریخوالي ضد “سخته تګلاره” دوام ورکړي.
د انتخاباتو ملي شورا د یکشنبې په شپه اعلان وکړ چې نوبوآ د رایو له ۹۰٪ څخه په زیاتو شمېرلو کې ۵۵.۸ سلنه رایې خپلې کړې دي. هغه د خپلې سیالې، کیڼ اړخې لوئیسا ګونزالېز پر وړاندې شاوخوا ۱۲ سلنه مخکښ پاتې شوی دی.
خو ګونزالېز د ټاکنو پایلې نه دي منلي او ویلي یې دي چې دا ټاکنې له درغلیو ډکې وې. هغې د رایو د بیا شمېرنې غوښتنه کړې ده.
نوبوآ چې په ۲۰۲۳ کې د ناڅاپي ټاکنو له لارې واک ته رسېدلی و، ژمنه کړې چې د خپل هیواد خرابېدونکې اقتصادي حالت به اصلاح کړي او له کولمبیا او پیرو څخه د نشهيي موادو د قاچاق پر ضد به مبارزه نوره هم زیاته کړي.
هغه خپلو پلویانو ته په خپل زادګی اولون کې وویل:
“اکوادوریانو خپله رایه ورکړې. له سبا کار ته ستنیږو.”
نوبوآ د خپلې سیالې تورونه بېاساسه وبلل او خلک یې یووالي ته وروبلل، څو هېواد ته ثبات او وده راولي.