د ملګرو ملتونو ماهرینو یوې ډلې له پاکستانه غوښتي چې د زور له لارې له اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو د افغان کډوالو شړلو له پلانه لاس واخلي او دغه کډوال افغانستان ته د تګ لپاره اړ نه کړي.
د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو اړوند ماهرینو دې ډلې په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي دي: “موږ له پاکستانه غواړو چې سملاسي افغانستان ته د تلو لپاره په (دې هېواد کې دننه) د افغانانو بې ځایه کول، له هېواده ایستل، نیول او ډارول بند کړي.”
د ماهرینو په دې ډله کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څارنې لپاره ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنت، د بشري قاچاق او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو پرخه کې ځانګړې رپورټره سیوبهان مولالې او د بشري حقونو اړوند ادارو او سازمانونو ځینې نور مسوولین شامل دي. ځانګړي رپورټران، خپلواک ماهران او د دې کسانو کاري ډلې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا لپاره کار کوي.
د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شوي، له پاکستانه د افغان کډوالو وتلو لپاره د مارچ میاشتې ۳۱ د ضرب الاجل په توګه ټاکل شوې وه، خو د اعلامیې په ټکیو کېدای شي دا د اپریل تر لسمې پورې وغځول شي، خو له دې مخکې هم پاکستان کې مېشتو ګڼ شمېر افغانانو د ملګرو ملتونو له ماهرینو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
په اعلامیه کې راغلي: “تر ټولو ډېر زیان افغان ښځو، نجونو، ایل جي بي ټي کسانو، توکمیزو او مذهبي لږکیو، د مخکیني حکومت او امنیتي سکتور کسانو، د بشري حقونو فعالانو او رسنیو کارکوونکو ته رسېدای شي.”
په اعلامیه کې زیاته شوي: “ماشومان او په ځانګړې توګه هغه ماشومان چې سرپرست نه لري، د قاچاق کېدو، اجباري ودونو یا تېري له خطر سره مخامخ کېږي او دغه راز معلولیت لرونکي کسان یا د لوی عمر کسان له احتمالي زیان سره مخامخ کېدای شي.”
‘تر اوسه هېڅ یو کډوال نه دی نیول شوی’ دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو د افغان کډوالو نیولو، پولیسو مرکزونو ته د لېږدولو او افغانستان ته استولو رپوټونه ورکړل شوي دي.
پاکستان کې د بي بي سي خبریال شهزاد ملک په خپل رپوټ کې وايي، د پاکستان نورو ښارونو تر څنګ په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې هم د افغان کډوالو ایستلو لپاره فعالیتونه ډېر شوي دي.
د بي بي سي خبریال د ځايي پولیسو له قوله وايي، له ۵۰ ډېر داسې افغان کډوال نیول شوي، چې افغان سټیزن کارډونه یې درلودل.
ځايي پولیس وايي، د افغان سټیزن کارډ لرونکې کورنۍ به هم له نیول کېدو وروسته د کډوالو لپاره ځانګړي کمپ ته او له هغه ځایه افغانستان ته واستول شي.
د پاکستان رسمي شمېرو له مخې پاکستان کې ۲۱ لکه افغان راجستر شوي او غیر راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي.
په دې لړ کې د پاکستاني پولیسو له لوري د کډوالو ځورولو رپوټونه هم ورکړل شوي دي او ځینې کسانو داسې شکایتونه هم کړي، چې دوی رجستر شوي کډوال دي، خو ځايي پولیس یې افغانستان ته د استولو لپاره ګواښي او په همدې پلمه ترې پیسې اخلي.
بل لور د پېښور او خیبر سیمو پولیسو مشر قاسم علي شاه بي بي سي ته وویل، تر اوسه پورې هېڅ یو افغان کډوال نه دی نیول شوی.
نوموړی زیاتوي تر اوسه پورې یوازې هغه کسان افغانستان ته روان دي، چې په وینا یې په خپله خوښه له پاکستانه وځي.
ښاغلي شاه زیاته کړه، که کوم افغان کډوال د پولیسو له لوري ځورول کېږي، هغه باید دوی ته شکایت وکړي.
وړمه ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت کورنیو او قبایلي چارو اړوند مسوولینو وویل، د پنجشنبې پر ورځ د تورخم له لارې ۴۰ تنه نور داسې افغان کډوال ایستل شوي، چې یوازې افغان سټیزن کارډونه یې درلودل.
په دې اعلامیه کې ویل شوي، تر اوسه ټولټال ۱۹۳ افغان سټیزن کارډ لرونکي کډوال ایستل شوي دي او په ټول کې د تورخم له لارې ۴۷۰زره ۷۲۲ کډوال افغانستان ته استول شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې له خیبر پښتونخوا ۸۹۵۳، له پنجاب ایالته ۱۳۰۹، له پلازمېنې اسلام اباده ۱۵۶۱، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر نه ۳۸ او له سند ایالته ۴۴ افغان کډوال ایستل شوي دي.
په ټول کې تر اوسه له خیبر پښتونخوا ۴۷۷ زره او ۴۳۴ کډوال افغانستان ته استول شوي دي.
بل لور د ملګرو ملتونو ماهرینو په وروستۍ اعلامیه کې ویل شوي، ګڼ شمېر هغه افغانان چې پاکستان ته تللي وو، په یوه درېیم هېواد کې د مېشت کېدو لپاره د باور وړ تمې ورکړل شوې وې، د یوه خوندي راتلونکي هیله یې درلوده، خو د بیا مېشت کېدو پروګرامونو بندېدو له کبله له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو ماهرین وايي، د مالي مرستو بندېدو سره نه یوازې د افغان چارواکو لپاره، بلکې د مرستندویه ادارو لپاره به هم ګرانه شي، چې له ګاونډیو هېوادونو د راغلیو دومره ډېرو کډوالو لپاره دې د سمبالښت او پالنې چارې وکړي. دوی په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په پام سره له هېواده د بهر مېشتو افغانانو موضوع د (اوږدمهاله حل) لپاره له نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.