د امریکا او چین په ګډون له څلوېښتو زیات هېوادونه استازي د برطانیې په پلازمېنه لندن کې د یوه دوه ورځنۍ سرمشریزې لپاره سره راټول شوي چې د ناقانونه کډوالۍ پر مخنیوي او د انسانې قاچاق پر وړاندې د مبارزې لارو چارو باندې خبرې وکړي. په دې غونډه کې د ویتنام، البانیا او عراق چارواکي هم موجود وو، چې دغه هېوادونه د هغو هېوادونو له ډلې ګڼل کیږي، چې ترې زیات کډوال برطانیې ته سفر کوي.
د برطانیې حکومت غواړي چې د انساني قاچاق کوونکو ډلې وځپي او د قاچاقي لارو پر اوږدو کې د نړیوالې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړي. برسېره پر دې، برطانیه د کار او تحصیلي ویزو پر شرایطو کې نوي محدودیتونه هم معرفي کړي دي.
رسمي شمېرې ښيي چې یوازې د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې له سمندر څخه په کوچنیو کښتیو کې شپږ زره څخه زیات کډوال برطانیې ته رسیدلي دي. د برطانیې حکومت د کډوالۍ قوانین سخت کړي او هغو کسانو ته یې د تابعیت ورکول تقریباً ناشونې کړي، چې په کوچنیو کښتیو کې دغه هېواد ته راځي.
د برطانیې لومړي وزیر، کییر سټارمر د سرمشریزې پرانیستونکي وینا کې وویل چې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي یوازینۍ لاره نړیواله همکاري ده. هغه زیاته کړه چې باید په ګډه له سرچینو، استخباراتو او تاکتیکونو څخه ګټه پورته شي او د قاچاق پر وړاندې په هر پړاو کې مبارزه وشي.
د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا ملوني په خپل ویډیويي پیغام کې وویل چې هېواد یې د نوي لارو د موندلو په ترڅ کې د ناقانونه کډوالۍ په مخنیوي کې مخکښ دی. هغې وویل: “موږ باید د نوښت حللارو له رامنځته کولو ونه ډار شو، هغه حللاره چې ایټالیا له البانیا سره رامنځته کړه.”
د دې غونډې هدف د ناقانونه کډوالۍ او انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې ګټور وړاندیزونه ترلاسه کول دي.