د مسلم اوقاف بل پر له شخړو وروسته په لویدیځ بنګال کې پوځونه ځای پر ځای شول

Aliهندوستان خبرونه

هندي چارواکو د لویدیځ بنګال په ایالتي برخه کې د یو متنازع بل پر وړاندې د وژونکو احتجاجونو د کنټرول لپاره پوځونه ځای پر ځای کړي دي، چې منتقدین وایي دا بل د مسلمانانو د اوقافو مدیریت حقوق کمزورې کوي چې ارزښت یې تر ۱۴ میلیارده ډالرو زیات دی.

د مسلمانانو اکثریتي سیمې مرشد آباد کې د وفاقي وقف ترمیمي بل په اړه احتجاجونه د جمعې او شنبې په ورځو کې له زیاتېدونکو خشونتونو سره مل شول، چې له امله یې درې کسان ووژل شول او تر ۱۵۰ څخه زیات کسان ونیول شول، .

کلکتې لوړ محکمې د سیمه ایزو پولیسو سره د مرستې لپاره د سرحدي امنیت ځواک (BSF) سمدستي ځای پر ځای کولو امر وکړ. د BSF د سویلي بنګال د څانګې د انسپکټر جنرال کرني سینګ وویل چې ځواکونه د محلي پولیسو سره د مرستې لپاره استول شوي دي، نه د خپلواکو عملیاتو لپاره.

دغه بل د ۱۹۹۵ کال د وقف قانون ترمیم دی، چې په مسلمانانو لخوا د مذهبي یا خیریه مقاصدو لپاره د ورکړل شویو املاکو د ادارې لپاره دی. وقف هغه ملکیت ته ویل کیږي چې مسلمانان یې د تل لپاره د مذهبي یا خیریه اهدافو لپاره ورکوي. د دې نوي بل سره غیر مسلمانان هم په وقف املاکو د مدیریت په چارو کې شامل شوي چې مسلمانان پرې اندیښمن دي، او دا ګڼي چې دا د هندو ملت پلوه بی جے پی حکومت د هغوی پر وړاندې تبعیض کوي.

د وزیر اعظم نریندر مودي د بی جے پی وايي چې دغه ترمیمات د وقف په مدیریت کې د شفافیت راوستو او فساد سره د مبارزې لپاره دي. خو مسلمانان ویرېږي چې دغه ترمیمات کولی شي چې د وقف املاکو لکه جوماتونه، پلورنځي، زیارتونه، قبری او ځمکه د ضبط، جنجال او ورانولو سره مخ کړي.

مخالفه ګوند کانګریس هم دغه بل غندلی او ویلي یې دي چې دا بل د هند د مسلمانانو لږکیو پر وړاندې دی، چې د هند د ۱.۴ میلیاردو وګړو شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي، او دا بل د نورو ټولنو پر وړاندې د راتلونکو حملو لپاره یوه خطرناکه بیلګه کېدای شي.