هندوستان کې د متنازع وقف ترمیمي قانون پر ضد د سپریم کورٹ اورېدنه، مسلمانان یې د مذهبي حقونو خلاف بولي

Aliهندوستان خبرونه

نوی ډیلي – د هندوستان سپریم کورٹ د متنازع وقف ترمیمي قانون پر ضد د شویو ۷۳ درخواستونو اورېدنه پیل کړه. دا قانون، چې د مودي حکومت له خوا تصویب شوی، د مسلمانانو مذهبي ملکیتونو ته د خطر زنګ بلل شوی دی.

د درخواست کوونکو وکیلانو وویل چې وقف د اسلام یو مهم رکن دی، او په دې کې د دولت لاسوهنه د مسلمانانو د مذهبي آزادیو خلاف ورزي ده.

محکمې د اورېدنې پر مهال د هندوستان له مرکزي حکومت نه پوښتنه وکړه، چې که د مسلمانانو وقف نظام کې مداخله کیږي، نو آیا حکومت تیار دی چې مسلمانان هم د هندوانو مذهبي ټرسټونو برخه وګرځوي؟

عدالت له بحث وروسته اورېدنه سبا ته وځنډوله.

د هندوستان د مخالفو ګوندونو، لکه کانګرس، مشرانو دا قانون سخت غندلی او دا یې د مسلمانانو پر مذهب او ملکیت برید بللی دی.

په هندوستان کې د دې قانون پر ضد احتجاجونه هم پیل شوي، چې تر ټولو لوی یې په مغربي بنګال کې شوي دي. په مرشدآباد کې د مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتو کې درې تنه وژل شوي، چې یو پلار او زوی پکې شامل دي، او لږ تر لږه ۱۵ پولیس ژوبل شوي دي.