د امریکا د کانګریس یوه درې کسیزه ډله چې مشري یې د ریپبلکن ګوند استازي جیک برگمین کوله، پاکستان ته راغله او د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره یې وکتل. دا د اپرېل دوهم لوړپوړی امریکايي پلاوی و چې اسلامآباد ته راغلی دی. تر دې وړاندې، د سټېټ ډیپارټمنټ لوړپوړي چارواکي ایرک مئیر هم پاکستان ته سفر کړی و.
په دې امریکايي پلاوي کې د کانګریس غړي توماس سوزي او جوناتن جېکسن هم شامل وو. د پاکستان پوځ وايي، د لیدنې پر مهال د سیمهییز امنیت، دفاعي همکارۍ، او ترهګرۍ ضد مبارزې خبرې وشوې.
خو د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون ښودلی. هغوی دا پوښتنه وکړه چې هغه امریکايي سیاستوال، چې پخوا یې د عمران خان د خوشې کېدو غږ کړی و، اوس ولې د پوځ له مشر سره موسک عکسونه اخلي؟
ځینو کاروونکو د جیک برگمین زړې ټویټونه ښکاره کړې، چې پکې هغه د عمران خان بند ته اندېښنه څرګنده کړې وه. اوس خلک پوښتي: “تاسو خو ژمنه کړې وه چې د خان لپاره به کار کوئ، بیا ولې چوپ یاست؟”
د پوځ له خوا ویل شوي چې امریکايي پلاوي د پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزې ستاینه وکړه، او د معلوماتي ټېکنالوجۍ په برخه کې د همکارۍ یو تړون هم لاسلیک شو.
خو د خلکو په نظر دا ډول لیدنې ښيي چې امریکا یوازې له اسټېبلشمنټ سره اړیکې ساتي، او د پاکستان د سیاسي بحران، بشري حقونو سرغړونو، او د خان د بند په اړه عملي ګامونه نه پورته کوي.