د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په لندن کې رسنیو ته ویلي، چې ترهګر له افغانستان څخه فعالیت کوي او افغان موقت حکومت ته یې څو ځلې ویلي چې د دوحې تړون عملي کړي.
هغه وویل چې له افغانستان څخه فعاله ترهګرې ډلې تر دې دمه ګڼ شمېر پاکستانیان شهید کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان ولس، پوځ، پولیس او قانون پلي کوونکو ادارو قربانۍ به هسې لاړې نه شي.
شهباز شریف وویل: موږ خپل ګاونډیان نه شو بدلولای، خو دا زموږ په لاس کې ده چې د ښه ګاونډي په توګه ژوند وکړو یا د شخړو سره.
هغه د بیلاروس د سفر په اړه وویل چې د کرنې، معدنیاتو او مشینري جوړونې په برخه کې د همکارۍ خبرې شوې دي. بیلاروس کې به د پاکستاني کارګرانو لپاره دندې پیدا شي، او زرعي ماشینونه به هم په پاکستان کې تولید شي.
شهباز شریف زیاته کړه چې د نواز شریف په مشرۍ پاکستان د پرمختګ پر لاره روان دی، او بهرنیو هېوادونو کې مېشتو پاکستانیانو سره به د کنونشن له لارې ملاقات وکړي او د هغوی غوښتنې به واوري.