د پاکستان تحریک انصاف (PTI) سیاسي کمېټې پرېکړه کړې چې یوازې هغه کسان به له عمران خان سره بندي خانې کې لیدنه کولی شي چې د ټاکل شوې فهرست برخه وي.
په دغه غونډه کې چې د هېواد د اوسني وضعیت او مهمو چارو په اړه خبرې وشوې، پریکړه وشوه چې د عمران خان سره د لیدنو لپاره به یوه ۵ کسیزه کمېټه جوړه شي.
دا کمېټه به هره سه شنبه او پنجشنبه د هغو کسانو نوملړ ترتیبوي چې غواړي له عمران خان سره ملاقات وکړي. فهرست به له عمران خان څخه د منظورۍ وروسته بندي خانې چارواکو ته واستول شي.
د اعلامیې له مخې، دا فهرست به د بیرسټر ګوهر، سلمان اکرم راجه، یا انتظار پنجوټه له لارې جیل چارواکو ته وړاندې کېږي. پرته له دې فهرست څخه بل هیڅوک د باني تحریک انصاف سره ملاقات نشي کولی.
دا پروسه د اسلام آباد عالي محکمې د حکم او د عمران خان د لارښوونو مطابق ده.
په غونډه کې دا هم پریکړه وشوه چې د بندي خانې پر چارواکو به د توهین عدالت درخواست ژر تر ژره واچول شي.
خو د خیبرپښتونخوا حکومتي چارواکو ته دا اجازه ورکړل شوې چې هر وخت له عمران خان سره ملاقات کولی شي، او هغوی به د پنځه کسیزې کمېټې له فهرست تابع نه وي.