په اسلام آباد کې د سپېشل سنټرل عدالت د تحریک انصاف د باني عمران خان دوه غوښتنې منظورې کړې — یوه دا چې له خپلو بچیانو سره دې پر تلیفون خبرې وشي، او بله دا چې شخصي ډاکټرانو ته دې اجازه ورکړل شي چې هغه طبی معاینه کړي.
قاضي شاه ارجمند دا پرېکړه وکړه، او ویې ویل چې عدالت دواړه غوښتنې منلې دي.
په حکم کې ویل شوي، چې عدالت د تېر کال او روان کال په جریان کې د جېل چارواکو ته دا امر ورکړی و چې عمران خان دې ته اجازه ورکړي، چې له خپلو بچیانو سره هره هفته د واټس اپ له لارې خبرې وکړي.
عدالت اوس حکم کړی، چې د اډیاله جېل سپرنټنډنټ باید دا حکمونه عملي کړي، او د واټس اپ خبرو رپورټ عدالت ته وسپاري.
همداراز، عدالت دا هم ویلي، چې د جېل ډاکټرانو په حضور کې دې شخصي ډاکټرانو ته د عمران خان طبی معاینه کولو اجازه ورکړل شي، او د دې معاینې رپورټ دې د اپرېل ۲۸مې نېټې پورې عدالت ته وړاندې شي.