د کینیډا او متحده ایالاتو ترمنځ روان سیاسي او اقتصادي جنجال یوه حساسې مرحلې ته رسېدلی، چیرته چې دواړه هېوادونه د اعتماد له کمښت، تعرفو، او امنیتي مسائلو سره مخ دي. خو د دې حالت درې ممکنه پایلې شته: ښه لوری، بد لوری، او ګډوډ منځنی حالت.
ښه لوری – د اقتصادي امنیت او نظامي ملګرتیا دوام
په دې سناریو کې، دواړه هېوادونه د اختلافونو له منځه وړلو سره د یو بل پر لور بیا راګرځي. کینیډا ته د تعرفو څخه پاک تجارت بیرته بحالېږي او د امریکا له دفاعي چتر لاندې امنیتي تضمینونه ترلاسه کوي. د ټرمپ د لومړۍ دورې سوداګریز مشر، رابرت لایتهایزر، په اوتاوا کې یوه غونډه کې وویل:
“اوسنی حالت به دوامداره نه وي. دا به ژر سم شي، او کینیډا – امریکا اړیکې به له پخوا هم ښې وي.”
هغه وویل چې کینیډا د امریکا د تعرفو له جګړې څخه یو څه ګټه هم اخیستې، ځکه چې د CUSMA تر تړون لاندې ډېر محصولات د تعرفې څخه معاف دي. که امریکا د نورو هېوادونو پر وارداتو تعرفې لوړې وساتي، نو کینیډا ته به لا ډېر تجارتي فرصتونه پیدا شي.
ګډوډ منځنی حالت – بې ثباته اړیکې او نامعلوم راتلونکی
دواړه هېوادونه دا مهال په داسې حالت کې دي چې نه ښې اړیکې لري او نه هم پوره خرابې. تعرفې ورځ تر بلې بدلېږي. د CUSMA تړون د ژوند پاتی دی، خو بې باوره دی. مکزیکي اقتصادپوه خېسوس کارییو وايي:
“CUSMA اوس مهال په مصنوعي تنفس روان دی. دا به همداسې یو کال دوام وکړي، که نه زیات.”
هغه زیاته کړه چې د سوداګریز سیاست کې د یو لوري بدلون هر څه بدلوي، او هره ورځ نوې پالیسي، نوې خبره وي.
بد لوری – د بحران لور ته سرکښتي اړیکې
د دې حالت په صورت کې، اړیکې نورې هم خرابېږي. ټرمپ پخوا ویلي و چې غواړي کینیډا ته دومره اقتصادي تاوان ورسوي چې دوی دې ته اړ شي چې د امریکا برخه شي. دا ډول توندې څرګندونې اوس کمې شوې دي، خو دا معلومه نه ده چې د انتخاباتو وروسته به بیا راژوندۍ شي که څنګه.
د امریکا دننه هم یو شمېر سناتوران د دې ګډوډ سیاست پر ضد دي. خو بیا هم، د ټرمپ حکومت د تعرفو کارول د فشار وسیله ګڼي.
ستونزې او خنډونه
د باور جوړونې لپاره وخت پکار دی. یو امریکايي شنونکی وايي چې دواړه هېوادونه باید لومړی یو بل ته شکایتونه واوروي، لکه د یو ډول “سیاسي درملنې” په څېر.
د امریکا عمده غوښتنه دا ده چې کینیډا باید خپل دفاعي ژمنې پوره کړي، په ځانګړي ډول د آرکتیک او نورو نظامي برخو کې. له بلې خوا، کینیډا پر تعرفو سخت تنقید لري.
په راتلونکو مذاکراتو کې به کینیډا وغواړي چې داسې قانوني خنډونه جوړ کړي چې د ټرمپ له خوا یو اړخیز تعرفي اقدام بند کړي. خو دا به آسانه کار نه وي.