د طالبانو د حکومت ویاند ویلي چې د طالبانو لوړ پوړو امنیتي چارواکو په کندهار کې د مولوي هبتالله اخونزاده سره لیدنه کړې ده.
ذبیحالله مجاهد په یوه بیان کې وویل، چې په دې ليدنه کې د ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني او د استخباراتو لوی رئیس عبدالحق وثیق د امنیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
نوموړي زیاته کړې چې د امنیتي ارګانونو وړاندیزونه واوریدل شول او هغوی ته د اجرأتو او کاري استقامتونو په برخو کې لازم هدایات ورکړل شول. همدارنګه د لا ښه نظم، تجهیز او ظرفیت لوړونې په اړه پرېکړې وشوې.
دا غونډه ظاهراً د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د سفر وروسته او د امریکا له لوري د هغه پر سر د معلوماتو پر بنسټ د لګول شوې جايزې له لغوه کېدو وروسته د سراجالدین حقاني لومړنۍ لیدنه ده.
د ښاغلي حقاني په نسبتاً اوږد سفر پر مهال ځینې ناتایید شوي رپوټونه خپاره شوي وو چې ښيي ښاغلی حقاني ممکن افغانستان ته نه راستانه شي او له خپل مشر سره ځینې مخالفتونه لري.
دا هم ویل کېږي چې ښاغلی حقاني افغانستان ته له ستنېدو وروسته، څه وخت کېږي په کورنیو چارو وزارت کې خپل دفتر ته نه دی تللی.
سراجالدین حقاني د عباس ستانکزي په څېر د هغو ګوتو شمېر طالب مشرانو له ډلې بلل کېږي چې په عمومي غونډو کې د “واک د انحصار” او “تنګ نظرۍ” په اړه تلویحاً پر خپل مشرتابه نیوکې کوي.
ژورنالیست او شنونکی سمیعالله یوسفزی د خواله رسنۍ په یوه پیغام کې لیکلي چې ښاغلی حقاني له څلور میاشتو راهیسې د ښځو د زدهکړې او پراخو اصلاحاتو په اړه اعتراض کاوه او له وزارت څخه یې ځان ګوښه کړی و، خو وروسته د ملا یعقوب او عبدالحق وثیق لخوا قانع شو چې کندهار ته سفر وکړي او له مولوي هبتالله اخوندزاده سره وګوري.
د کندهار یوه سرچینه وايي چې د غونډې په جریان کې هبتالله د ښځو د زدهکړې له بیا پرانستلو سره موافقه وکړه، خو اوس هم قوي تحفظات لري.
تر اوسه دا روښانه نه ده چې ایا سراجالدین حقاني د دې ناستې وروسته به د کورنیو چارو وزارت ته بیرته ستنیږي او که نه.
مولوي هبتالله اخوندزاده په خپل وروستي پیغام کې د کوچني اختر په مناسبت “یووالی او اتحاد” د بریالیتوب راز بللی او ویلي یې دي چې افغانانو ډیر کلونه په مخالفت او جګړه کې تېر کړي او اوس د دې وخت دی چې خپل یووالی پیاوړی کړي.
ذبیحالله مجاهد د طالبانو حکومت ویاند ویلي چې د دوی په مشرانو کې هېڅ ډول اختلافات شتون نلري.